د هزاره ډیاسپورا شبکې درېیمه عمومي غونډه د غړو بنسټونو د استازو، د هزاره ټولنې د فعالانو او یو شمېر مېلمنو په ګډون د سویډن د مالمو ښار کې ترسره شوه. دغه غونډه د زمري میاشتې په یوولسمه او دولسمه نېټه د «کوربه ټولنو کې د ادغام او ګډون لپاره لاره» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
ګډونوالو د بېلابېلو هېوادونو د هزاره بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا او د هزاره ټولنې د وضعیت د ښه والي لپاره د عملي لارو چارو پر موندلو ټینګار وکړ. همداراز د ډیاسپورا په کچه د هزاره مدني او ټولنیزو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا هم ټینګار وشو.
د غونډې په پای کې د «کوربه ټولنو کې د ادغام لپاره لاره» تر عنوان لاندې پرېکړهلیک تصویب شو. په دې پرېکړهلیک کې د ۲۰۲۷ کال لپاره د شبکې کاري لومړیتوبونه د ټولنیز ادغام، د پناه غوښتونکو ملاتړ، د ځوانانو پیاوړتیا، بشري حقونو، د هزارهګانو د نسلوژنې د مخنیوي لپاره د عدالت غوښتنې، مدني ګډون او اقتصادي پراختیا په برخو کې مشخص شوي دي.
ګډونوالو همداراز د کوربه ټولنو کې د ادغام ترڅنګ د خپل کلتوري هویت پر ساتنې، د افراطیت پر غندنې او د هزاره بنسټونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ. دوی دغه موضوعات د شبکې د راتلونکو فعالیتونو له مهمو محورونو څخه وبلل.
د هزاره ډیاسپورا شبکې په پای کې له هزاره بنسټونو، سازمانونو او شخصیتونو څخه وغوښتل چې د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو موخو د پرمختګ لپاره له دې شبکې سره یوځای شي او د هغې په پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








