TOOSnews
اعلان
ټایمز اسرائیل: له ایران سره د ټرمپ بېړه‌نیز تړون ښايي «تاریخي ماته» وي.
نړۍټوس نیوز

ټایمز اسرائیل: له ایران سره د ټرمپ بېړه‌نیز تړون ښايي «تاریخي ماته» وي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

دیوید هورووېتس:د ټرمپ احتمالي هوکړه له اسلامي جمهوریت سره کېدای شي«تاریخي ماته»وي.

ډیوېډ هورووېټس، د ټایمز اف اسراییل ورځپاڼې مشر مدیر، په یوه انتقادي مقاله کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت احتمالي هوکړه له ایران اسلامي جمهوریت سره د امریکا او اسراییل د وروستۍ جګړې «تاریخي ماته» بللې ده. هغه خبرداری ورکړی چې که د دې هوکړې په اړه خپاره شوي راپورونه سم وي، نو د جګړې پایله به د اسلامي جمهوریت کمزوري کېدل نه، بلکې د هغه بیا پیاوړتیا وي.

هورووېټس د خپلې مقالې په پیل کې د ماکیاولي یوې وینا ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې که پر یوه حکومت برید کېږي، باید دومره پرېکنده وي چې د غچ اخیستنې امکان له منځه ولاړ شي. هغه دا هم یادونه کړې چې ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د استیضاح له قضیې تر بریالیتوب وروسته ورته جمله بیا خپره کړې وه: «کله چې پر پاچا برید کوې، باید هغه ووژنې.»

د نوموړي په باور، امریکا او اسراییل د فبروري د ۲۸مې جګړې په پیل کې پراخ اهداف درلودل؛ هغه اهداف چې د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل، د توغندیزو وړتیاوو کمزوري کول، د حماس او حزب‌الله په څېر ډلو ته د تهران د ملاتړ درول، او د اسلامي جمهوریت د حکومت د نسکورېدو لپاره زمینه برابرول پکې شامل وو.

د ټایمز اف اسراییل مشر مدیر وایي چې امریکا او اسراییل د لومړنیو بریاوو وروسته له حده زیات پر ځان باور پیدا کړ او د ایران د حکومت مقاومت یې کم وارزاوه. هغه باور لري چې د عملیاتو د بریا د تضمین لپاره لازم ستراتیژیک پلان نه و جوړ شوی او ان د جګړې وروسته د ایران د راتلونکي لپاره هم روښانه طرحه نه وه موجوده.

هورووېټس د امریکا یوه مهمه تېروتنه د هرمز تنګي د چټک کنټرول ناتواني بولي او لیکي چې اسلامي جمهوریت وتوانېد د نړیوالې انرژۍ د لېږد لارې د ګډوډولو له ګواښ څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي؛ هغه اقدام چې نړیوالې اندېښنې او د امریکا دننه مخالفتونه یې زیات کړل.

هغه همداراز ویلي چې د هرمز تنګي د ژر پرانیستل کېدو فشار د دې لامل شو چې ټرمپ له اسلامي جمهوریت سره د هوکړې پر لور حرکت وکړي. د هغه په وینا، ټرمپ په خپل وروستي پیغام کې تر ډېره د هرمز تنګي پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی او د ایران د اټومي پروګرام د بندېدو یا د نیابتي ډلو د ملاتړ د پای ته رسېدو په اړه یې څرګنده یادونه نه ده کړې.

هورووېټس د دې احتمالي هوکړې خپاره شوي موارد «سپکاوی کوونکي» او «ویجاړوونکي» بللي او خبرداری یې ورکړی چې د میلیاردونو ډالرو ازادېدل به د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواک د بیا رغونې، د توغندیز پروګرام د پیاوړتیا او له وسله‌والو ډلو سره د ملاتړ د زیاتېدو لامل شي.

هغه ټینګار کړی چې د جګړې د اصلي موضوع، یعنې ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو د مخنیوي په اړه لا هم روښانه هوکړه نه ده شوې او یوازې د نورو خبرو اترو ژمنه شوې ده؛ داسې موضوع چې د هغه په باور اسلامي جمهوریت ته به لا زیات فرصتونه برابر کړي.

د ټایمز اف اسراییل مشر مدیر زیاته کړې چې اسراییل اسلامي جمهوریت خپل مستقیم او وجودي ګواښ ګڼي، خو ډېری امریکایان دا نظر نه لري او د ایران د حکومت د بدلون لپاره د درنو بشري لګښتونو منلو ته چمتو نه دي.

هورووېټس په پای کې خبرداری ورکړی چې که پر اسلامي جمهوریت پوځي فشار کم شي او مالي سرچینې یې ازادې شي، پرته له دې چې اټومي پروګرام یې درول شوی وي، تهران به وکولای شي په لا زیات ځواک د اټومي وسلو د تولید پر لور حرکت وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.