د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د نجونو له زدهکړو څخه د پراخ محرومیت په اړه خبرداری ورکړی دی، او دا یې د دې هېواد د ټولنیزو او اقتصادي خنډونو له جملې څخه یاد کړی دی.
اسټیفان دوجاریک، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، د سهشنبې په ورځ دغویي۸ مه وویل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د ښځو د سواد تر ټولو ټیټه کچه لري.
په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د ادارې لخوا د ښځو د زدهکړې او کار باندې لګول شوي بندیزونه، ممکن پراخ او اوږدمهاله پایلې ولري.
د دې احصایې پراساس، اوس مهال شاوخوا ۱ میلیون نجونې له زدهکړې څخه محرومې دي، او که چیرې دا وضعیت دوام وکړي، تمه کېږي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې دا شمېره له ۲ میلیون څخه زیاته شي.
په دې راپور کې دا هم ټینګار شوی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکي او ۵۴۰۰ ښځینه صحي کارکوونکي د زدهکړې او صحي خدماتو له چارو څخه لرې شي؛ یوه ستونزه چې ممکن پر ټولنیزو جوړښتونو او عامه خدماتو مهم اثرات ولري.
ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې دې پروسې په کال کې ۸۴ میلیون ډالرو ته نږدې اقتصادي زیانونه رامنځته کړي او د هیواد د پرمختګ پروسه به له نورو ننګونو سره مخ کړي.
د دې راپور یوه بله برخه د امنیتي وضعیت په اړه ده چې په کې ویل شوي چې د پاکستان د حملې په پايله کې په کونړ ولایت کې ۷ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان شوي دي.
همداراز راپور ورکړل شوی چې د دې پېښې په نتیجه کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان بېځایه شوي دي او عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








