د امریکا د فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام د یوولسم پړاو کې د بوسنیا او هرزېګوینا پر وړاندې په ۲-۰ بریا خپله د اتم پړاو ته د تګ لاره هواره کړه.
په دې لوبه کې فلورین بالوګان او مالک ټیلمن د امریکا لپاره ګولونه ووهل او د خپلې لوبډلې په بریا او پرمختګ کې یې مهم رول ولوباوه.
امریکا له دې بریا سره،وروسته له ۲۴ کلونو یو ځل بیا د نړیوال جام د حذفي پړاو په یوه لوبه کې بریا خپله کړه. دغه لوبډله به اوس د اتم پړاو په لوبه کې د بلجیم پر وړاندې میدان ته ښکته شي، چې د دې پړاو له تر ټولو مهمو او حساسو سیالیو څخه ګڼل کېږي.
د لوبې په جریان کې د امریکا بریدګر فلورین بالوګان د بوسنیا او هرزېګوینا د یوه مدافع پر وړاندې د سختې خطا له امله د لوبڅار له خوا په مستقیم سور کارت له لوبې وایستل شو. له همدې امله به هغه د بلجیم پر وړاندې د خپلې لوبډلې په راتلونکې لوبه کې ګډون ونه کړي.
سره له دې چې امریکا د لوبې له منځنیو شیبو وروسته له لسو لوبغاړو سره لوبه کوله، د لوبډلې پر فعالیت یې منفي اغېز ونه شو. د لوبې په ۸۲مه دقیقه کې مالک ټیلمن په یوه ښکلي مستقیم ازاد ګوزار دوهم ګول وواهه او د امریکا بریا یې لا پیاوړې کړه، ترڅو دغه لوبډله په ډاډه زړه د نړیوال جام د اتم پړاو سیالیو ته لار ومومي.
لیکواله:سلیمه آریایي








