د اسرائیلو «ای۲۴» او «۱۲» شبکو د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا پوځ پلان لري منځني ختیځ ته درېیمه الوتکه وړونکې بېړۍ او د سمندري ځواکونو دویمه قطعه واستوي.
د راپور له مخې، د امریکا دوه الوتکې وړونکې بېړۍ، «جورج واشنګټن» او «جورج اېچ. ډبلیو. بوش»، لا دمخه په سیمه کې ځای پر ځای دي. د امریکا د سمندري ځواکونو د وروستیو معلوماتو له مخې، دواړه بېړۍ د عربي سمندر په سیمه کې فعالیت کوي.
د درېیمې الوتکې وړونکې بېړۍ د استولو په اړه د راپور جزئیات، د بېړۍ نوم او د هغې د رسېدو کره وخت نه دي څرګند شوي.
لیکوال:سعید سمیر








