TOOSnews
اعلان
د افغانستان پخواني ولسمشر، حفیظ الله امین،مېرمن په آلمان کې وفات شوه.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان پخواني ولسمشر، حفیظ الله امین،مېرمن په آلمان کې وفات شوه.

۱۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پتمن امین،د افغانستان پخواني ولسمشر،حفیظ الله امین مېرمن، په آلمان کې وفات شوه. د هغې نږدې کسانو د ټولنیزو رسنیو له لارې دا خبر تایید کړی، خو تر اوسه یې د مړینې علت په اړه کوم جزئیات نه دي خپاره شوي.

حفیظ‌الله امین د افغانستان د معاصر تاریخ یو جنجالي څېره وه چې د هغه د ولسمشرۍ لنډه دوره د شدیدو سیاسي او امنیتي تحولاتو سره مل وه. پتمن امین د خپل مېړه د وژل کېدو وروسته، چې د شوروي ځواکونو د کابل په تاج‌بیک ماڼۍ برید په جریان کې پېښ شو (د ۱۳۵۸ په مرغومي)کې ، یو څه مودې بندي شوې وه.

د «۳۳۳ طوفان»عملیاتو پر مهال، پتمن امین د خپل مېړه او د ۱۲ کلن زوی د وژل کېدو شاهده وه او دوه نور ماشومان یې هم ټپیان شول. هغهوروسته له دغو پېښو له خپلو ماشومانو سره د پلچرخي بندي خونې ته انتقال شوه او شاوخوا شپږ کاله یې هلته تېر کړل.

د زندان له خوشې کېدو وروسته، پتمن امین یو وخت پاکستان ته ولاړه او بیا آلمان ته کډه شوه او په تبعید کې یې خپل ژوند تېر کړ. د افغانستان د ملي دموکراټیک ګوند فیسبوک پاڼې په یوه پیغام کې هغه د “د افغانانو د خلکو او ښځو د مبارزې سمبول” وبلله.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.