TOOSnews
اعلان
درې افغانې خویندې په پولنډ کې نادرکه شوي، د پولیسو څېړنې لاهم دوام لري.
نړۍټوس نیوز

درې افغانې خویندې په پولنډ کې نادرکه شوي، د پولیسو څېړنې لاهم دوام لري.

۱۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پولنډ پولیسو ویلي چې د درېیو افغان خویندو، ۱۸ کلنه ثنا، ۱۶ کلنه لیما او ۱۴ کلنه مروه، چې څو ورځې وړاندې د وارسا په ښار کې ورکې شوي دي، د لټون عملیات لا هم روان دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغو درېیو نجونو له ورکېدو راهیسې تر اوسه له خپلې کورنۍ سره اړیکه نه ده نیولې او د هغوی د اوسېدو ځای هم معلوم نه دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د وارسا د پنځمې حوزې پولیسو د زمري په ۱۵مه خپره کړې، ویل شوي چې دغه درې خویندې د زمري په ۱۰مه، د ماښام شاوخوا شپږ بجې، له کوره وتلي. پولیسو ویلي چې وروستی ځل د شپې شاوخوا اته بجې او پنځوس دقیقې د وارسا ښار په یوه ټرام تمځای کې لیدل شوې وې. همدارنګه راپور ورکړل شوی چې تر دې مخکې یې له یوه پلورنځي څخه پېر کړی و.

د پولیسو د چارواکو په وینا، د دغو درېیو خویندو د وروستي ځل لیدل کېدو راهیسې تر اوسه د هغوی د ځای په اړه هېڅ نښه نه ده موندل شوې. نه کور ته بېرته ستنې شوي دي او نه یې هم د خپلې کورنۍ له غړو سره اړیکه نیولې ده. پولیسو همدارنګه ویلي چې دغو درېیو نجونو له کوره د وتلو پر مهال خپل ګرځنده ټیلیفونونه او د هویت اسناد له ځان سره نه وو وړي.

د پولنډ پولیسو له خلکو غوښتي چې که د دغو درېیو افغان خویندو د ځای په اړه هر ډول معلومات لري، ژر تر ژره یې له اړوندو چارواکو سره شریک کړي، څو د لټون او د قضیې د څېړنې بهیر په چټکۍ سره دوام ومومي.

پولنډ په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د مرکزي او لوېدیځې اروپا، په ځانګړي ډول جرمني، پر لور د تګ له مهمو لارو څخه ګرځېدلی دی. یو شمېر افغان کډوال پولنډ ته له رسېدو وروسته د پناه غوښتنه کوي، خو ځینې نور هڅه کوي خپل سفر د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته وغځوي.

همدارنګه، په ځینو مواردو کې پولنډي چارواکي هغه کډوال چې د استوګنې د ترلاسه کولو شرایط ونه لري، هغو هېوادونو ته چې ترې راغلي وي یا ګاونډیو هېوادونو ته بېرته ستنوي. د دې ترڅنګ، راپورونه ښيي چې د انسان قاچاق کوونکې شبکې هم د ځینو کډوالو په جرمني او فرانسې ته لېږدولو کې رول لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.