د افغانستان نومیالی تاریخلیکوال، ادیب او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی معین، استاد عبدالله عاطفي، له وژل کېدو پنځه کاله وروسته یو ځل بیا د افغان لیکوالو او فرهنګي فعالانو له لوري په درناوي یاد شو.
افغان لیکوال او مدني فعال داوود ارین د نوموړي د پنځم تلین په مناسبت لیکلي، چې استاد عاطفي د علم، تاریخ او فرهنګ خدمت ته خپل ژوند وقف کړی و او تر وروستۍ شېبې یې له کتاب او پوهې سره ځانګړې مینه لرله.
د ارین د معلوماتو له مخې، عبدالله عاطفي شاوخوا اویا کاله وړاندې د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ په یوه کلي کې زېږېدلی و. نوموړي په اوکراین کې د اقتصاد په برخه کې د لیسانس زدهکړې کړې وې او د برېښنایي زېربناوو او د سوداګرۍ مدیریت په برخو کې یې دوه ماسټرۍ هم ترلاسه کړې وې.
هغه د ډاکټر نجیبالله د حکومت تر سقوط وروسته کلونه له هېواده بهر تېر کړل، خو په ۲۰۰۱ کال کې بېرته خپل ټاټوبي ته ستون شو. عاطفي په خپل کلي کې د ښوونې، باغدارۍ او د ځوانانو د روزنې چارې پیل کړې او د زدهکړو د ودې لپاره یې یو تعلیمي انسټیټیوټ او شخصي کتابتون هم جوړ کړی و.
د داوود ارین په وینا، استاد عاطفي د «سلطانان شرق، لرغوني پښتانه عبریان» په نوم درې جلده تاریخي اثر او ګڼې ادبي لیکنې تر شا پرېښي، چې د افغانستان د تاریخ او فرهنګ په برخه کې مهم اثار ګڼل کېږي.
ارین د نوموړي د وژل کېدو د ورځې یادونه هم کړې او لیکلي یې دي، کله چې پنځه کاله وړاندې وسلهوال د هغه کور ته ورننوتل، د استاد عاطفي وروستۍ خبره دا وه: «زه درسره ځم، خو کتابونو ته مې لاس مه وروړئ.» د هغه په وینا، عاطفي وروسته د خپل کور مخې ته ووژل شو.
د یادونې وړ ده چې عبدالله عاطفي د ۲۰۲۱ کال د اګست په څلورمه د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ په خپل کور کې ووژل شو. هغه مهال د ارزګان سیمهییزو چارواکو د دې پېښې پړه پر طالبانو اچولې وه، خو طالبانو دغه ادعا رد کړې وه.
لیکوال:سعید سمیر








