TOOSnews
اعلان
ټرمپ:که چېرې له ايران سره هوكړه ونه منل شي، پوځي بريدونه بيا پيلېدلى شي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ:که چېرې له ايران سره هوكړه ونه منل شي، پوځي بريدونه بيا پيلېدلى شي.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د اوو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې (ګروپ اوو سرمشریزه) پر مهال ویلي، چې له ایران سره د هوکړې یادښت لا نه دی نهايي شوی.

نوموړي خبرداری ورکړی، که د دې احتمالي هوکړې له شرایطو خوښ نه شي، نو د ایران پر ضد پوځي اقدامات بیا پیل کېدای شي.

ټرمپ ویلي: «دا یو د هوکړې یادښت دی او که زه ترې خوښ نه شوم، موږ به بېرته پر هغوی بریدونه وکړو او بمونه به پرې وغورځوو. که هغوی سم چلند ونه کړي، موږ به بیا مستقیمه بمباري وکړو.»

هغه زیاته کړه چې په دغه احتمالي هوکړه کې د بندیزونو سملاسي لرې کول شامل نه دي، او په دې اړه به وروسته نور جزییات هم شریک کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.