د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د اسلامي جمهوریت پوځي او اقتصادي وړتیاوې په شدیده توګه کمې شوي دي او د دغه هېواد پوځي او قوماندهيي جوړښتونه له پراخو فشارونو سره مخ دي. هغه د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ وضعیت هم نامعلوم بللی دی.
ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې اسلامي جمهوریت عملاً اغېزمن هوايي او سمندري ځواک نه لري او د دغه هېواد د پوځي توان یوه د پام وړ برخه د امریکا او د هغې د متحدینو د پوځي عملیاتو پر مهال له منځه تللې یا زیانمنه شوې ده.
هغه همدارنګه ادعا کړې چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قوماندې او کنټرول جوړښت سخت زیانمن شوی او د دې ادارې یو شمېر لوړپوړي قوماندانان وژل شوي یا له صحنې څخه ایستل شوي دي. د ټرمپ په وینا، د پوځي فشارونو دوام د سپاه عملیاتي وړتیا په پام وړ کچه راټیټه کړې ده.
د امریکا ولسمشر د ایران د سمندري ځواک په اړه هم ویلي چې د بېړیو او د سپاه د چټکو کښتیو ډېره برخه یا ډوبه شوې او یا له کاره لوېدلې ده. هغه د ایران د هوايي ځواک په اړه ادعا کړې چې الوتکې او د هوايي دفاع سیستمونه یې له پراخو زیانونو سره مخ شوي دي.
ټرمپ همدارنګه ادعا کړې چې د سپاه یو شمېر پاتې ځواکونه د مالي ستونزو، د معاشونو د نه ورکولو او د قوماندې د جوړښت د کمزوري کېدو له امله خپلې پوستې پرېښې او د تېښتې په حال کې دي. خو دغه ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا په بشپړه توګه نه دي تایید شوي.
هغه د ایران اقتصادي وضعیت هم بحراني بللی او ادعا یې کړې چې اسلامي جمهوریت له سخت مالي کمښت او شاوخوا ۳۰۰ سلنه یا تر دې هم لوړ انفلاسیون سره مخ دی؛ داسې وضعیت چې د هغه په وینا، د پوځي لګښتونو د برابرولو او خپلو ځواکونو ته د معاشونو ورکولو لپاره د حکومت توان له فشار سره مخ کړی دی.
ټرمپ په ټوله کې ویلي چې د پوځي او اقتصادي فشارونو دوام په تهران کې د واک جوړښت لا ډېر کمزوری کړی او د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ راتلونکی یې له ابهام سره مخ کړی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پوځي زیانونو د کچې، د ایران د وسلهوالو ځواکونو د وضعیت او د دغه هېواد د اقتصادي شرایطو په اړه بېلابېلې ارزونې موجودې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








