TOOSnews
اعلان
ټرمپ: امريكا د هرمز تنګي بشپړ كنټرول لري.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: امريكا د هرمز تنګي بشپړ كنټرول لري.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکا د هرمز تنګي «سل په سلو کې» کنټرول په لاس کې لري او ایران ته د تلونکو بېړیو د تېرېدو مخه نیسي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، د هرمز تنګی اوس پرانیستی دی، خو یوازې هغه بېړۍ کولای شي له دې لارې تېرې شي چې امریکا ورته اجازه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، هغو بېړیو ته به د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو اجازه ورنه کړل شي چې ایران ته روانې وي.

ټرمپ ویلي، وضعیت ځکه «یو څه پېچلی» دی چې د ده په وینا، ایران کله ناکله په تنګي کې سمندري ماینونه ځای پر ځای کوي، خو امریکايي ځواکونه یې کشف او شنډوي.

هغه ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي په ټوله سیمه کې د ماینونو د پاکولو عملیات ترسره کړي او اوس دغه ستراتیژیک سمندري مسیر په بشپړ ډول د امریکا تر کنټرول لاندې دی.

ټرمپ همداراز ویلي چې ایران لا هم د ستونزو د رامنځته کولو توان لري، خو د ده په وینا، دغه هېواد له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی. نوموړي ادعا کړې چې تهران د خپلو سرتېرو د معاشونو له ورکړې سره ستونزې لري او د لوړ انفلاسیون له امله هم تر فشار لاندې دی.

د امریکا ولسمشر ایران «په بشپړه توګه مات شوی» بللی او ټینګار یې کړی چې واشنګټن د هرمز تنګي وضعیت له نږدې څاري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.