د فرانسې ملي پارلمان کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې او د دې هېواد روان بحران لپاره د حل لارو موندلو په موخه دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ پیل شوه. دې غونډې ته د فرانسې د چارواکو، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د افغانستان د پخوانیو چارواکو ګډون درلود.
په ۲۰۲۶ افغانستان کنفرانس کې: بشري بیړنۍ وضعیت او سیاسي حل لارې» کنفرانس کې ګډونوالو د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت بېلابېل اړخونه وڅېړل او ځانګړی تمرکز یې پر هغو شرایطو و چې د ښځو ژوند یې خراب کړی دی. د غونډې موخه د اوسني وضعیت ارزونه او د وضعیت د ښه کولو لپاره وړاندیزونه وړاندې کول ګڼل شوي دي.
په پرانیستونکې غونډه کې، لیا بالاج الماریکي، د فرانسې د پارلمان غړې او د فرانسه–افغانستان د دوستۍ د ډلې مرستیالې، ګډون درلود. همدارنګه ریچارډ بنټ، د ملګرو ملتونو د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی، د لومړي ځل لپاره د بهرنیو چارو کمیټې او د فرانسه–افغانستان د دوستۍ د ډلې غړو پر وړاندې خپله وینا وکړه.
په دې غونډه کې رحمتالله نبیل، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس، د ښځو د حقونو ځینې فعالانو سره ګډون کړی دی. د دغو شخصیتونو ګډون د دې هڅې برخه ګڼل کېږي چې د افغانستان د وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي.
په کنفرانس کې د «د افغانستان په اړه پارلماني کاري ډلې» د جوړېدو وړاندیز وشو چې د فرانسې د پارلمان استازو او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په کې ګډون کړي و . ګډونوالو همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې د ښځو، د بشري حقونو د فعالانو، مدني ټولنې غړو او خبریالانو لپاره د بشري مرستو ویزې جاري وساتل شي.
دغه کنفرانس د «د افغانستان د ماشومانو ټولنې» او «د افغانستان د سولې د خبرو اترو غورځنګ» په نوښت جوړ شوی دی او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ، د مې په ۷ مه، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت او وروسته د پاریس ښاروالۍ کې دوام ومومي.
د دې غونډې د ترسره کېدو شالید دا دی چې د طالبانو له خوا وضع شوي محدودیتونه د افغانستان د ښځو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. له مهمو اندېښنو څخه یوه د طالبانو د «محاکمو د جزایي اصولنامې» پلي کول دي چې د ۱۴۰۴ کال د جدی په ۱۵ د هبتالله اخندزاده لخوا لاسلیک شوې ده.
دغه اصولنامه ۱۱۳ مادې لري او د څارونکو په وینا، د سیسټماتیک جنسیتي تبعیض زمینه برابروي. په دې سند کې داسې سزاوې هم شاملې دي لکه ډبرې وهل او عامه اعدامونه چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
همدارنګه، افغانستان د ژور سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی. د تېرو پنځو کلونو نړیوال انزوا د دې هېواد د بشري وضعیت ستونزې زیاتې کړي دي؛ داسې چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۳ میلیونه افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








