TOOSnews
اعلان
په ننګرهار کې د تندر او توفان له کبله دوه کسان وژل شوي.
افغانستانټوس نیوز

په ننګرهار کې د تندر او توفان له کبله دوه کسان وژل شوي.

۲۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو په ننګرهار ولایت کې د یکشنبې په ورځ وویل چې په مهمنددره کې یوه کور کې تندر لګېدلی، چې په پایله کې یې یو ماشوم مړ شوی او یوه ښځه د دوو نورو ماشومانو سره ټپي شوي دي.

په یوه جلا پېښه کې، په بټی‌کوټ ولسوالۍ کې د شدید توفان په پایله کې یوه لویه ونه لوېدلې او پر یوې ښځې راپرېوتې، چې د دې ښځې د مړینې لامل شوې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بېلابېلو برخو کې د شدیدو بارانونو او طوفانونو له امله کرنیزو ځمکو ته درانه زیانونه رسېدلي دي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.