TOOSnews
اعلان
د افغانستان د محلي سندرغاړي مفتون د مېرمنې ليلما په وژنه کې دوه کسان نیول شوي دي.
کلتور او هنرټوس نیوز

د افغانستان د محلي سندرغاړي مفتون د مېرمنې ليلما په وژنه کې دوه کسان نیول شوي دي.

۱۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ځایي چارواکي په بدخشان ولایت کې وایي چې دوه کسان د لیلما د وژل کېدو په تور نیول شوي دي. لیلما د عبدالسلام مفتون، د دې ولایت محلي سندرغاړي، مېرمن وه.

مسعودالله حقاني، د اشکاشم ولسوالۍ د طالبانو د پولیسو قوماندان، ویلي چې په دې پېښه کې څېړنې لا هم روانې دي او نیول شوي کسان تر څېړنې لاندې دي.

هغه زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، ښايي د دې وژنې لامل «کورني مسایل» وي.

د اشکاشم د طالبانو د پولیسو قوماندان په وینا، بریدګر په دې برید کې د «چرئي ټوپک» کارولی دی.

لیلما د پنجشنبې په سهار، د غویي ۱۷ مه، هغه مهال چې له خپل کور څخه د اشکاشم ولسوالۍ مرکزي ځای ته د کار په لور روانه وه، د زرګرانو په سیمه کې په وسله‌وال برید کې ووژل شوه.

هغه یوه کاروباري ښځه وه او د اشکاشم ولسوالۍ په مرکز کې د ښځو لپاره د ځانګړی رستورانت څېښتنه وه.

لیکواله:سلیمه اریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.