TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه: القاعده لا هم په افغانستان کې حضور لري او له طالبانو سره اړیکې ساتي.
نړۍټوس نیوز

ملګري ملتونه: القاعده لا هم په افغانستان کې حضور لري او له طالبانو سره اړیکې ساتي.

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر سرپرست، الکساندر زویف، ویلي چې د القاعدې ډله لا هم په افغانستان کې حضور لري او له طالب چارواکو سره یې خپلې اړیکې ساتلې دي. هغه زیاته کړه چې دا مهال د داعش خراسان څانګه او تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې تر ټولو فعالې ترهګرې ډلې بلل کېږي.

زویف د روسیې له «ټاس» خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، که څه هم القاعدې خپل فعالیتونه کم کړي، خو لا هم په افغانستان کې شتون لري او له طالب چارواکو سره یې اړیکې پېچلې بڼه لري. هغه همداراز وویل چې افغانستان په تېرو څو لسیزو کې په دودیز ډول د بېلابېلو سختدریځو ډلو د فعالیت مرکز پاتې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، هم له افغانستان څخه د راپورته کېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی. لاوروف د داعش خراسان څانګه د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره تر ټولو ستر امنیتي ګواښ وباله او ویې ویل چې دغه ډله د پراختیا غوښتونکو موخو لپاره هڅه کوي د افغانستان له خاورې څخه د یوه خلافت د جوړولو د اډې په توګه استفاده وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په منځنۍ اسیا کې د ترهګرو ډلو د وسلو د تمویل د مخنیوي په اړه په یوې غونډه کې وکړې. هغه د امنیتي ګواښونو پر فرامرزي ماهیت ټینګار وکړ او د سیمې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو څخه د رامنځته کېدونکو خطرونو پر وړاندې یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه؛ هغه موضوع چې زویف هم ورته اشاره کړې ده.

سره له دې چې روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي، خو لا هم د افغانستان په اړه خپلې امنیتي اندېښنې مطرح کوي. د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، هم مخکې ویلي وو چې مسکو له افغانستان څخه د راولاړېدونکو امنیتي ګواښونو په وړاندې بې‌پروا نه دی.

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني، د سیمې امنیتي اندېښنو ته په اشارې ویلي چې تر هغو چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي، د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژندل شي او له نړیوالې ټولنې سره به د اړیکو له عادي کېدو هم بې‌برخې پاتې وي.

آصف دراني همداراز وویل چې د تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان څانګې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ګډون د بېلابېلو وسلوالو ډلو حضور د افغانستان د نړیوالې انزوا د دوام له مهمو لاملونو څخه دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.