د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسېف) استازي تاجالدین اویوواله ویلي، چې هر ماشوم د زدهکړې لپاره خوندي چاپېریال او د خپل راتلونکي د جوړولو اړین وسایلو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې زدهکړه د ماشومانو بنسټیز حق دی او باید ټولو ته پرته له تبعیضه فرصتونه برابر شي.
د هغه په وینا، یونسېف او د دې ادارې همکارانو تر دې مهاله شاوخوا څلورو میلیونو ماشومانو ته د زدهکړې او ښوونې اړوند توکي برابر کړي دي، څو هغوی وکولای شي خپلې زدهکړې ته دوام ورکړي.
لیکوال:سعید سمیر








