TOOSnews
اعلان
يونيسف: د نجونو د زده كړو بنديز به افغانستان كې د ښځینه كاركوونكو كمښت زيات كړي.
افغانستانټوس نیوز

يونيسف: د نجونو د زده كړو بنديز به افغانستان كې د ښځینه كاركوونكو كمښت زيات كړي.

۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکوال:سعید سمیر

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دوام ومومي، هېواد به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.

راپور څرګندوي چې د طالبانو له لوري له دولس کلنۍ پورته نجونو ته د زده کړو د اجازې نه ورکولو له امله به شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او نږدې ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له زده کړو پاتې شي او په راتلونکو کلونو کې به د کار بازار ته داخلې نه شي.

یونیسف زیاتوي، د دغه بندیز له امله سمدستي له یو میلیون څخه زیاتې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي، چې دا وضعیت به د ښځینه کاري ځواک موجود کمښت لا پسې ژور کړي. د راپور له مخې، د ښځو په مسلکي برخه کې به اوسنی کمی شاوخوا ۲۵ سلنه نور هم زیات شي.

یونیسف ټینګار کړی چې د نجونو د زده کړو دوام نه یوازې د ښځو د حقونو مسئله ده، بلکې د افغانستان د روغتیا او پوهنې د راتلونکي لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.