د ملګري ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام اعلان کړی، چې د جګړو زیاتوالی او د بشري مرستو کمښت په افغانستان، سوریه او غزه کې د ماینپاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه پروګرام وايي، د امنیتي وضعیت خرابوالی او د مالي سرچینو کموالی د دې لامل شوي، چې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو هڅې ټکنۍ شي او میلیونونه خلک له جدي ګواښ سره مخ پاتې شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم د جګړو له پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا سازمان ټینګار کوي، که نړیواله ټولنه عاجل ملاتړ زیات نه کړي، د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، مرګژوبله به نوره هم لوړه شي.
لیکوال:سعید سمیر








