TOOSnews
اعلان
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران د سمندري محاصرې د لرې کېدو خبر ورکړ.
نړۍټوس نیوز

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران د سمندري محاصرې د لرې کېدو خبر ورکړ.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام)اعلان کړی چې د ډونالډ ټرمپ په امر، د ایران پر بندرونو او سمندري سیمو د ټولو سمندري ترافیکو محاصره لغوه شوې ده.

د سنټکام په هغه بیان کې چې پنجشنبې ماښام د غبرګولي ۲۸مه خپور شوی، ویل شوي چې امریکایي ځواکونه نور د ایران بندرونو ته د کښتیو د ننوتلو یا له هغو څخه د وتلو مخه نه نیسي.

سنټکام ویلي: «د متحده ایالاتو ټولې پوځي هڅې چې د محاصرې د تطبیق لپاره وې، درول شوي دي. زموږ لویې سمندري کښتۍ به په سیمه کې پاتې شي څو ډاډ ترلاسه شي چې د توافق ټول اړخونه مراعات، پلي او په بشپړ قوت سره عملي کېږي.»

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو تفاهم د تېرې شپې له خوا په الکترونیکي ډول لاسلیک شوی دی.

په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای، د سمندري محاصرې لرې کول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل د دې ۱۴ مادو لرونکي تړون له مهمو برخو څخه دي.

د راپورونو له مخې،پنجشنبې د هرمز تنګی پرانیستی دی او لږ تر لږه درې سترې تېل وړونکې کښتۍ چې د سعودي عربستان بیرغ لري او شپږ میلیونه بېرله خام تېل لېږدوي، له دې اوبو لارې تېرې شوي دي.

په همدې حال کې، په لبنان کې جګړه چې د امریکا او ایران تفاهم یې د پای ته رسولو غوښتنه کوي، لا هم روانه ده.

ایران تل ویلي چې هر ډول سوله ییز تړون کې باید لبنان هم شامل وي. په هغه یادښت کې چې ټرمپ لاسلیک کړی، په څرګند ډول د لبنان د جګړې پر «دایمي پای» او د دې هېواد د «ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت» پر تضمین ټینګار شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.