TOOSnews
اعلان
د امریکا سمندري ځواک د خپلو قوماندانانو انځورونه له عامه وېبپاڼو لرې کړل.
نړۍټوس نیوز

د امریکا سمندري ځواک د خپلو قوماندانانو انځورونه له عامه وېبپاڼو لرې کړل.

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا سمندري ځواک د امنیتي اندېښنو د زیاتېدو له امله امر کړی چې د دې ځواک د بېړیو او تأسیساتو د قوماندانانو رسمي انځورونه او ژوندلیکونه له عامه وېب‌پاڼو څخه لرې کړل شي. د دې ځواک چارواکي وایي، د دغو معلوماتو خپرېدل د پوځیانو او د هغوی د کورنیو د غړو امنیت له خطر سره مخامخ کولای شي.

د امریکا د سمندري ځواک د چارواکو په وینا، د لوړپوړو قوماندانانو د ژوندلیکونو خپرول، د غیر ضروري پام رااړولو او د انټرنېټي لټونونو د زیاتېدو له امله، ښايي په ناڅاپي ډول د هغوی لپاره امنیتي ګواښونه رامنځته کړي. له همدې امله، هغه واحدونه چې د درې ستوري ادمیرال یا تر هغه د ټیټې رتبې افسرانو تر قوماندې لاندې دي، نور به اجازه ونه لري چې د خپلو قوماندانانو رسمي انځورونه او ژوندلیکونه په عامه وېب‌پاڼو کې خپاره کړي.

د امریکا د سمندري ځواک په وېب‌پاڼو کې د قوماندانانو ژوندلیکونه معمولاً په یوه واحد قالب خپرېدل او پکې د هغوی د زده کړو مخینه، د خدمت مخینه، د بېړیو او پوځي واحدونو د قوماندانۍ دندې، ستادي مسؤلیتونه، د عملیاتي مأموریتونو لنډیز، او همدارنګه ترلاسه شوي مډالونه او افتخاري جایزې شاملې وې.

رسمي انځورونه هم عموماً قوماندانان داسې ښودل چې د امریکا د متحده ایالاتو د بیرغ او د امریکا د سمندري ځواک د بیرغ مخې ته ولاړ وو. د دې ځواک د چارواکو په وینا، د دې پرېکړې موخه د امنیتي ګواښونو کمول او د قوماندانانو او د هغوی د کورنیو لپاره د لا زیاتې ساتنې برابرول دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.