د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس ویلي، په سویس کې له ایراني چارواکو سره وروستیو خبرو د یوې دایمي هوکړې او احتمالي سولې لپاره مهم او مثبت بنسټ برابر کړی دی.
د پاکستان او قطر په منځګړیتوب، دواړو لورو د سویس په بورګنسټوک تفریحي سیمه کې هوکړه کړې چې په راتلونکو ۶۰ ورځو کې به د یوې وروستۍ او دایمي هوکړې لپاره پر ګډې نقشې کار وکړي.
د منځګړو په وینا، امریکا او ایران همداراز په لبنان کې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره پر ځانګړو میکانیزمونو سلا شوي دي.
وېنس ویلي، تهران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټونکو د بېرته منلو، د کنګل شویو شتمنیو د مدیریت او د اوربندونو د تنظیم لپاره د اړینو چوکاټونو پر جوړولو هم موافقه کړې ده.
هغه زیاته کړې، که څه هم د خبرو پر مهال ځینې اختلافات او ګواښونه موجود وو، خو مذاکراتو دوام وموند او د پام وړ پرمختګ ترلاسه شو.
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د خبرو په پایله کې تهران د تېلو او پتروکیمیاوي صادراتو لپاره معافیتونه، د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې خوشې کېدل او د هېواد د بیارغونې او پراختیا د پروګرام د پیل زمینه ترلاسه کړې ده.
وېنس همداراز ویلي، د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي جېرډ کوشنر داسې طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې امریکا او قطر د ازادېدونکو ایراني شتمنیو پر مصرف څارنه کوي، څو دغه پیسې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پېرلو لپاره وکارول شي.
د امریکا د خزانې وزارت هم ایران ته عمومي جواز صادر کړی چې له مخې یې د اګست تر ۲۱مې پورې د ایراني تېلو او پتروکیمیاوي محصولاتو تولید، لېږد او پلور ته اجازه ورکول کېږي.
د دغو پرمختګونو له اعلان وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوي او د برېنټ تېلو د یوه بېرل بیه له ۸۰ ډالرو ښکته شوه.
په همدې حال کې، د لبنان امنیتي سرچینو د اسراییل او حزبالله ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو خبر ورکړی، او د لبنان ولسمشر جوزف عون د امریکا او قطر له چارواکو سره د اوربند د ټینګښت په اړه خبرې کړي دي.
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ بیا ویلي، هېواد یې د ایران د شخړې د دیپلوماټیک حل مخالفت نه کوي، خو هره هوکړه باید دا تضمین کړي چې ایران به ترلاسه کېدونکې مالي سرچینې د پوځي فعالیتونو او سیمهییزو متحدینو د ملاتړ لپاره نه کاروي.
لیکوال:سعید سمیر








