TOOSnews
اعلان
واحدالله نژند د «اف ان سي» سازمان لومړي سیالۍ ته د ګډون په درشل کې.
ورزشټوس نیوز

واحدالله نژند د «اف ان سي» سازمان لومړي سیالۍ ته د ګډون په درشل کې.

۱۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

واحدالله نژند، افغان ورزشکار، د کرواسیا په رسمي مراسمو کې د «اف‌ان‌سي» د آزادو جګړو د سازمان د وزن د ټاکلو په مراسمو کې ګډون وکړ او په دې سازمان کې یې خپلې لومړۍ جګړې لپاره ځان چمتو کړ.

ټاکل شوې چې نژند سبا د کرواسیا په زادار ښار کې د «کرشیمیر چاسیچ» په تالار کې د ارجنټاین مبارز لورئانو استاروپولي پر وړاندې به ډګر ته ښکته شي.

دا سیالۍ د «اف‌ان‌سي» د سیاليو د ۳۰ مې دورې په چوکاټ کې د ۷۷ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې ترسره کېږي؛ یوه ننداره چې دواړو مبارزینو ته ځانګړی اهمیت لري.

واحدالله نژند تر اوسه په خپلو ۱۲ مسلکي سیالیو کې ۱۰ بریاوې او ۲ ماتې ثبت کړي دي. هغه په داسې حال کې دې سیالۍ ته ځي چې په پرله‌پسې ډول ۴ بریاوې لري او هڅه کوي په دې نوي سازمان کې خپله برخه د یوې بریالۍ پایلې سره پیل کړي.

له بلې خوا، لورئانو استاروپولي د پام وړ تجربې سره دې سیالۍ ته راځي. هغه مخکې د «ارس» سازمان د سپک وزن اتلولي ترلاسه کړې او د «یو‌اف‌سي» او «پی‌اف‌ال» د مشهورو سیالیو تجربه هم لري.

استاروپولي په ټولیزه توګه په ۲۰ مسلکي سیالیوکې ۱۳ بریاوې او ۷ ماتي لري او د ترکیبي جنګي هنرونو په سیالیو کې د تجربه‌لروونکو لوبغاړو له ډلې څخه شمېرل کېږي.

د جنګي ورزشونو متخصصین دا سیالۍ د نژند د مسلکي ژوند یوه مهمه ازموینه ګڼي؛ ځکه هغه د داسې لوبغاري پر وړاندې ډګر ته ځي چې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون تجربه لري.

خو نژند په تېرو کلونو کې وکولی شو چې په مسلکي سیالیو کې د خپلو بریالیو نندارو، تخنیکي وړتیا، فزیکي ځواک او ځان باور ښودنه وکړي.

د افغانستان ورزش مینه‌وال هم هیله لري چې دا افغان مبارز وکولی شي د یو بریالي فعالیت په وړاندې کولو سره په خپل مسلکي پرمختګ کې بل مهم ګام واخلي او د افغانستان نوم په یوه معتبر سازمان کې مطرح کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.