واحدالله نژند، د هېواد مشهور رزميکار، په یوه نوې سیالۍ کې له خپل ارجنټیني سیال لورئانو استاروپولي سره میدان ته ځي. دا مبارزه د راتلونکو سیالیو له جدي لیدونکو یوه مهمه مقابله بلل شوې ده.
دغه سیالۍ د راتلونکې اوونۍ په شنبې د افانسي د آزادو مبارزو د سیالیو په ۳۰مه دوره کې ترسره کېږي. د دې پېښې د ترسره کېدو ځای د کرواسیا هېواد ټاکل شوی دی.
د پلان له مخې، دا مبارزه په ۷۷ کیلوګرامه وزن کې ترسره کېږي، او دواړه ورزشکاران به د زادار ښار د «کرشیمیر چاسیچ» سالون کې تر سره شوې وه.
په مسلکي کارنامه کې، واحدالله نژند تر اوسه ۱۰ بریاوې او ۲ ماته ثبت کړي دي. په مقابل کې، لورئانو استاروپولي د ۱۳ بریاوو او ۷ ماتو سره، د مسلکي سیالیو له نظره تجربه ډېره لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








