TOOSnews
اعلان
د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند د غونډې جزئیات څه وو؟
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند د غونډې جزئیات څه وو؟

۱۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځایي سرچینې په کونړ ولایت کې وایي چې د دې ولایت او د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالټ د باجوړ ولسوالیو قومي مشران په یوه ګډه ناسته کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند او جګړو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د سرچینو په وینا، دغه ناسته د دوشنبې په ماښام، د غویي په ۱۴ مه ورځ، د کنړ ولایت د «ناوه پاس» په سیمه کې ترسره شوې ده. په دې غونډه کې د دواړو خواوو استازو او مشرانو د امنیتي وضعیت او د سرحدي تاوتریخوالي د دوام په اړه خبرې وکړې.

سرچینې زیاتوي چې ګډونوالو د ناستې په پای کې په یوه اعلامیه کې له پاکستاني ځواکونو او طالبانو غوښتنه کړې چې یو بل باندې له ډزو او د ملکیانو د کورونه هدف ګرځولو نه ډډه وکړي او د بې ځایه شویو خلکو خپلو سیمو ته د راستنېدو زمینه برابره کړي.

د شته معلوماتو له مخې، د کونړ قومي مشران د طالبانو په اجازه په دې ناسته کې ګډون کړی دی او موافقه شوې چې د دغو ناستو پایلې به هر دوه میاشتې بیا ارزول کېږي.

په همدې حال کې، د طالبانو او پاکستان چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې ناستې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کونړ ولایت پر ځینو سیمو لا هم د پاکستان بریدونه دوام لري. په تازه پېښه کې، د یکشنبې په شپه په دانګام ولسوالۍ د طالبانو په وینا لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې یادونه کوي چې د پولې دواړو غاړو قومي مشرانو نږدې درې اونۍ مخکې هم ورته ناسته کړې وه او د جګړو د بندیدو غوښتنه یې کړې وه، خو د دغو هڅو سره سره، د دواړو خواوو ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی لا هم روان دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.