TOOSnews
اعلان
په جرمني کې د صالح محمد خلیق په درناوي «د لمر په یاد» ادبي غونډه جوړه شوه.
کلتور او هنرټوس نیوز

په جرمني کې د صالح محمد خلیق په درناوي «د لمر په یاد» ادبي غونډه جوړه شوه.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د نومیالي شاعر، لیکوال او ژورنالیست صالح‌محمد خلیق د لومړي تلین په مناسبت د «د لمر په یاد» تر سرلیک لاندې ادبي غونډه د جرمني د لومار په ښار کې جوړه شوه. دا غونډه د ۲۰۲۶ کال د اګست په لومړۍ نېټه (شنبې) د افغان شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او همدارنګه د هغه د کورنۍ غړو او دوستانو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په ترڅ کې د «له بلخه یو لمر» په نوم مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو، چې د صالح‌محمد خلیق د ژوند، فرهنګي فعالیتونو او ادبي کارنامو انځور وړاندې کوي. په دې مستند کې د هغه د فرهنګي هلوځلو او ادبي آثارو بېلابېلې برخې رااخیستل شوي دي.

د مراسمو په بله برخه کې یو شمېر شاعرانو او فرهنګیانو د صالح‌محمد خلیق د ادبي مقام، د ښځینه شاعرانو د ودې لپاره د هغه د ونډې، د ځوانو شاعرانو د ملاتړ او پر فارسي ژبې او ادبیاتو د هغه د اغېز په اړه خبرې وکړې او د هغه د فرهنګي او ادبي میراث په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړل.

غونډه د «میهن‌نامه؛ د هېواد د ولایتونو په ستاینه کې د رباعیو ټولګه» کتاب په مخکتنې، د موسیقۍ په هنري پروګرام او ماښامنۍ سره پای ته ورسېده. د دې غونډې تنظیموونکو دا پروګرام د صالح‌محمد خلیق د یاد او ادبي آثارو د درناوي لپاره مهم وباله.

صالح‌محمد خلیق د افغانستان له وتلو شاعرانو، لیکوالانو او ژورنالیستانو څخه و، چې د شعر، څېړنې او ادبیاتو په برخو کې یې ګڼ ارزښتناک آثار پرېښي او د افغانستان په فرهنګي او ادبي فعالیتونو کې یې مهم او اغېزناک رول لوبولی و.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.