TOOSnews
اعلان
خوړو نړيوال پروګرام: د منځني ختيځ كړكېچ افغانستان ته د مرستو لېږد ځنډولى.
نړۍټوس نیوز

خوړو نړيوال پروګرام: د منځني ختيځ كړكېچ افغانستان ته د مرستو لېږد ځنډولى.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام) وایي، چې په منځني ختیځ کې روان کړکېچ او د سون‌توکو د بیو لوړېدو افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو بهیر سخت اغېزمن کړی دی. د دغه بنسټ په وینا، د مرستو د لېږد موده له شاوخوا لسو ورځو څخه تر ۷۵ ورځو پورې غځېدلې او د لېږد لګښتونه یې تر پنځه برابره لوړ شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي چې د توکو لېږدوونکي موټر د سوداګریزو لارو کې د ګډوډۍ او خنډونو له امله اړ شوي چې بدیلې لارې وکاروي، چې دا کار د مرستو بهیر لا ورو کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل ګډو بریدونو، د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ ګډوډېدو او د نفتو د بیو لوړېدو په پایله کې شاوخوا یو نیم میلیون نور کسان د لوږې له ګواښ سره مخ شوي دي.

د دغه بنسټ د مارچ میاشتې د اټکل له مخې، که د نفتو بیه شاوخوا ۱۰۰ ډالرو ته نږدې پاتې شي، ښایي تر ۴۵ میلیونو پورې کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي. اوس دغه سناریو د عملي کېدو په حال کې بلل شوې، ځکه د خامو تېلو بیې د همدې کچې په شاوخوا کې پاتې دي.

یاد راپور افغانستان، سومالیا او سریلانکا هغه هېوادونه یادوي چې د دې وضعیت تر ټولو سخت اغېز یې زغملی دی. په دغو هېوادونو کې کورنۍ د سون‌توکو د لوړې بیې، د خوراکي توکو د نرخونو زیاتوالي، د عایداتو کمېدو او د سوداګرۍ د ګډوډۍ له ستونزو سره مخ دي.

په سومالیا کې اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۶.۵ میلیونه کسان د سختې لوږې له ګواښ سره مخ وي، چې د دغه هېواد نږدې درېیمه برخه نفوس جوړوي. همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې ۲.۵ میلیونه نور کسان هلته او ۲.۳ میلیونه کسان په افغانستان کې د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ کېدای شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې افغانستان او سومالیا دواړه د انرژۍ او خوراکي توکو پر وارداتو ډېره تکیه لري، نو د نړیوالو بازارونو بدلونونه یې ژر اغېزمنوي.

په ورته وخت کې د مرستندویه بنسټونو لپاره مالي کمښت هم یوه جدي ستونزه بلل شوې، چې د بشري مرستو د دوام وړتیا یې محدوده کړې ده. په سومالیا کې خبرداری ورکړل شوی چې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د مغذي خوړو زېرمې ښایي د جولای تر پایه پای ته ورسېږي.

په پای کې، دغه سازمان خبرداری ورکوي چې که اوسني خنډونه او اقتصادي فشارونه دوام وکړي، افغانستان ښایي په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۷.۴ میلیونه کسانو سره مخ شي چې د خوړو له ناامنۍ او د کافي خوراکي موادو له کمښت سره به سخت لاس او ګرېوان وي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.