یاسین ضیا، د افغانستان د آزادۍ جبهې مشر، وايي چې د دې جبهې هدف د طالبانو ځای نیول نه، بلکې د هغه څه پای ته رسول دي چې نوموړی یې «د یوې وسلهوالې ډلې انحصاري نظام» بولي.
ضیا په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د قانونمحور، انتخابي او ټولشموله نظام د رامنځته کولو لپاره د آزادۍ جبهې مبارزه دوام لري؛ هغه نظام چې د نوموړي په وینا، باید پر سیاسي مشارکت او د قانون پر حاکمیت ولاړ وي.
د آزادۍ جبهې مشر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه په رسمیت ونه پېژني او ټینګار یې کړی چې په هېواد کې د یوه ټولشموله سیاسي نظام د رامنځته کېدو لپاره باید زمینه برابره شي.
هغه ویلي دي: «زموږ هدف دا دی چې افغانستان له وسلهوالې واکمنۍ څخه یوه قانوني او ټولشموله نظام ته انتقال کړو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان کنټرول په لاس کې لري او تر اوسه هېڅ هېواد د دې ډلې حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








