TOOSnews
اعلان
يوسف وفا: د ملا هبت اللّه فرمانونه بايد په بشپړ ډول عملي شي.
افغانستانټوس نیوز

يوسف وفا: د ملا هبت اللّه فرمانونه بايد په بشپړ ډول عملي شي.

۲۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلخ ولایت د طالبانو د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د والي یوسف وفا په مشرۍ په سرپل ولایت کې د شمال لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو د والیانو، امنیه قوماندانانو او نورو لوړپوړو چارواکو د همغږۍ ناسته ترسره شوې ده.

یاده ناسته تېره ورځ شوې او په ترڅ کې یې د امنیتي وضعیت، د ادارو د همغږۍ او د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کېدو پر موضوعاتو بحث شوی دی. د بلخ د رسنیز دفتر په وینا، ګډونوالو پرېکړه کړې چې د تېر جمهوري نظام ټول قوانین لغوه دي او له دې وروسته به یوازې د طالبانو د ادارې له خوا صادر شوي قوانین عملي کېږي.

په ناسته کې ټینګار شوی چې د حکومت پر وړاندې د هر ډول “منفي تبلیغاتو” مخنیوی باید په جدي ډول وشي. چارواکو خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې د جوماتونو د خطبو، رسنیو یا عامو غونډو له لارې د طالبانو پر ضد تبلیغات کوي، د نظامي محکمو له لوري به تعقیب شي.

همدارنګه په پرېکړو کې راغلي چې له افغانستان څخه د “جهاد” په نوم د وتلو او له نورو وسله‌والو ډلو سره د یوځای کېدو مخنیوی باید وشي، او دا ډول اقدامات یوازې د مشر له اجازې سره جواز لري.

په ناسته کې د ښارونو له کوڅو د سوالګرو راټولول، د نشه‌يي توکو له منځه وړل او په ټولو ادارو کې د طالبانو د مشر د عقیدوي کتاب تدریس هم د مهمو موضوعاتو په توګه یاد شوي دي.

د بلخ والي یوسف وفا له ګډونوالو غوښتي چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده امرونه لومړی پر ځان او بیا پر خپلو ادارو کې عملي کړي. هغه همدارنګه له ملا امامانو او د مدرسو له مسؤلینو غوښتي چې خلک د طالبانو له مشر سره بیعت ته وهڅوي.

په ناسته کې د شمال لوېدیځ زون د ولایتونو سرپل، جوزجان، سمنګان، فاریاب او بلخ چارواکو برخه اخیستې وه.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.