د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د پاکستان او هند تر منځ له وروستۍ نښتې وروسته د «معرکه حق» د لومړۍ کلیزې په مناسبت ویلي، چې افغانستان باید هېچا ته اجازه ورنه کړي څو خاوره یې د پاکستان پر ضد وکارول شي.
زرداري په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات د دې غوښتنه کوي چې هېڅ هېواد د بل هېواد پر ضد د خپلې خاورې د کارېدو اجازه ورنه کړي، او په ځانګړي ډول یې د افغانستان پر مسوولیتونو ټینګار کړی دی.
له بلې خوا، د افغانستان واکمنه ادارې طالبانو تر دې مخکې په وار وار ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او د خپلې خاورې د امنیت او کنټرول ژمنه یې تکرار کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








