TOOSnews
اعلان
په تایلنډ کې د فوټبال د لوبې پر میدان د تندر پرېوتو له امله یوه لوبغاړي خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ورزشټوس نیوز

په تایلنډ کې د فوټبال د لوبې پر میدان د تندر پرېوتو له امله یوه لوبغاړي خپل ژوند له لاسه ورکړی.

۱۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د تایلنډ پولیسو اعلان کړی چې یوه ۲۴ کلن فوټبال لوبغاړي د فوټبال لوبې پر مهال د تندر د لګېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، «سوفوان آوای» د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه سخت ټپي شو چې د تایلنډ په سوېل کې د «سانتي‌فاپ» لوبغالي پر ځمکه تندر ولګېد.

د ځايي چارواکو په وینا، سره له دې چې د بېړنیو طبي مرستو ټیمونو د هغه د ژغورلو هڅه وکړه، خو نوموړي د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

د تایلنډ پولیسو هم ویلي چې په دې پېښه کې ۱۲ نور لوبغاړي ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.