TOOSnews
اعلان
په افغانستان کې د صالح‌محمد خلیق د مړینې د لومړۍ کلیزې یادغونډه ترسره شوه.
کلتور او هنرټوس نیوز

په افغانستان کې د صالح‌محمد خلیق د مړینې د لومړۍ کلیزې یادغونډه ترسره شوه.

۱۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران کلتوري سلاکار: صالح‌محمد خلیق د بلخ د کلتوري حافظې یوه برخه وه.

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار سیدروح‌الله حسینی، د بلخي شاعر، لیکوال او څېړونکي صالح‌محمد خلیق د مړینې د لومړۍ کلیزې په مراسمو کې، د بلخ اړوندو ادبیاتو او څېړنو په برخه کې د هغه د کلتوري او علمي مقام یادونه وکړه.

حسیني وویل چې صالح‌محمد خلیق د بلخ د کلتوري حافظې یوه مهمه برخه وه او د هغه آثار او څېړنې د دې ښار له تاریخ، ادبیاتو او کلتوري هویت سره ژوره اړیکه لرله. هغه زیاته کړې؛ «صالح‌محمد خلیق هغه سړی و چې بلخ کۍ یې ژوند وکړ، بلخ یې په شعر کې انځور کړ او بلخ یې ولیکه.»

د ایران کلتوري سلاکار وویل چې خلیق بلخ یوازې یو جغرافیایي موقعیت نه باله، بلکې هغه یې د کلتوري، تاریخي او د تمدني میراث یوه برخه یې ګڼله. د هغه په وینا، خلیق د ادبي او څېړنیزو فعالیتونو په بېلابېلو برخو کې د دغه میراث د ثبت، ورپېژندنې او ساتنې لپاره هڅې وکړې.

حسیني د «د بلخ د ادبیاتو تاریخ» کتاب ته په اشارې وویل چې د صالح‌محمد خلیق څېړنو د دې خاورې د کلتوري هویت د یوې برخې په ثبتولو کې رول درلود. هغه همدارنګه د فارسي ژبې او ادبیاتو د ساتنې په برخه کې د خلیق هڅې د هغه د علمي او کلتوري فعالیتونو له مهمو اړخونو څخه وبللې.

هغه ټینګار وکړ چې د صالح‌محمد خلیق درناوی باید یوازې د کلنیو مراسمو تر جوړولو محدود نه شي. د حسیني په وینا، د دې څېړونکي آثار، اسناد، کتاب‌لیک او علمي ژوندلیک باید راټول او ډیجیټل شي، څو راتلونکو نسلونو ته هم دې میراث ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

د ایران کلتوري سلاکار همدارنګه وړاندیز وکړ چې د صالح‌محمد خلیق په نوم دې یوه ادبي ـ څېړنیزه جایزه یا جشنواره جوړه شي. هغه وویل چې د دې وړاندیز موخه د علمي او ادبي فعالیتونو د دوام لپاره د زمینې برابرول او د نوي نسل د څېړونکو او لیکوالانو هڅول دي.

د دې مراسمو په بله برخه کې، یو شمېر شاعرانو د شعرونو په لوستلو سره د صالح‌محمد خلیق یاد تازه او درناوی یې وکړ. دا غونډه د بلخي شاعر او څېړونکي د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت د فاتحې او دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.