لیکواله:سلیمه آریایي
دا یوه د ریرټ ډبرې مجسمه ده چې د بامیان د صلصال بودا مجسمې نه الهام اخیستل شوې، او اوس د نیویارک د هایلاین پارک کې ښودل شوې ده. دا هنري اثر د ویټنام-امریکایي هنرمند ټوان انډرو نګوین لخوا جوړ شوی دی.
هنرمند د دې مجسمې نوم “صلصال” یا “هغه رڼا چې ټوله نړۍ کې ځلیږي” ایښی دی، چې د صلصال کلمې معنا دی. د هایپر آلرژیک رسنیو راپور له مخې، دا مجسمه ۲۷ فوټه اوږده ده او په منهتن کې د ۳۰مې لویدیځې کوڅې او د ۱۰مې کوڅې تقاطع کې نصب شوې ده.
د راپور له مخې، دا مجسمه تر ۲۰۲۷ کال پورې د عامو خلکو لپاره پرانستې ده. ویل کیږي چې نګوین په خپل تېر هنر کې د ویټنام د جګړې اړوند وسلو د بیا جوړولو او یا بیا تفسیر کولو ته هم پام کړی دی.
هنرمند د مجسمې د لاسونو لپاره چې د ډبرې بدن څخه بېل دي، د جګړې مهماتو د پاتې شونو موادو څخه کارولي دي. هغه ویلي چې دا مواد یې د خپلو ځینو ملګرو په واسطه له بامیان څخه ترلاسه کړي دي او بیا یې لیږدولي.
د نګوین په وینا، دا مواد وروسته د “مودرا” په نوم، چې د بودایي او هندو دینونو کې د لاسونو نمادونه دي، بدل شوي دي. د مجسمې ښی لاس “ابهیا مودرا” په حالت کې دی، چې معنا یې بې باکي ده، او کیڼ لاس “وارادا مودرا” په حالت کې دی، چې معنا یې صداقت او بښنه ده.
هغه ټینګار کړی چې دا اثر د صلصال بودا نسخه نه ده، بلکه د هغې یو انځور دی. د هغه په وینا، د داسې تاریخي آثارو بیا جوړول یوه لاره ده چې کیسې، نظریات او فرهنګي یادونه ژوندی وساتل شي.
د بودا لویې مجسمې چې صلصال او شهمامه نومول شوې، په شپږمه پیړۍ کې په بامیان کې جوړې شوې وې. طالبان په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان له واکمنیدو وروسته دا تاریخي آثار ویجاړ کړل؛ چې دغه عمل په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولی و.
د طالبانو د حکومت د سقوط وروسته، د افغانستان پخواني حکومت او یونسکو څو ځله د دې مجسمو د بیا جوړولو هڅه وکړه، خو په پای کې د کافي پاتې شونو نشتوالي له امله یې پرېکړه وکړه چې دا آثار بیا نه جوړوي.








