TOOSnews
اعلان
یوه صربستاني روزونکي د افغانستان د ملي فوټسال ټیم مشري پر غاړه واخیسته.
ورزشټوس نیوز

یوه صربستاني روزونکي د افغانستان د ملي فوټسال ټیم مشري پر غاړه واخیسته.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نصیر صداقت، د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم مدیر تایید کړې چې «دي‌جان دي‌جووېک» د سربیا هېواد څخه د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم نوی مشر روزونکی ټاکل شوی دی.

ښاغلي صداقت ویلي چې نوی روزونکی او د فني کادر نوي غړي د جمعې په ورځ، د غبرګولي ۲۹مه د قرارداد د لاسلیک لپاره کابل ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړې چې جواد اصغري مقدم له ایران څخه د مرستیال فني روزونکي په توګه، رضا سمایي له ایران څخه د ګول ساتونکو د روزونکي په توګه، «جوا» د برازیل څخه د «شنونکي» په توګه، او «ریو سامانا» له هسپانیې څخه د مرستیال روزونکي په توګه ټاکل شوي دي.

د صداقت په وینا، دا کسان به په راتلونکو ورځو کې په رسمي ډول د افغانستان د فوټبال فدراسیون سره قراردادونه لاسلیک کړي.

دي جان دي‌جوويک د مجید مرتضایی ځای ناستی دی، هغه ایرانی روزونکی چې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم مشري یې مخکې کوله او قرارداد یې څو موده وړاندې پای ته رسېدلی و.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په وروستیو کلونو کې د مجید مرتضایی تر روزنې لاندې ډېر ښه ځلېدلی او ګڼې لاسته راوړنې یې لرلې دي.

افغان ملي لوبغاړو د مرتضایی تر مشرۍ لاندې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره د آسیا جام او بیا یې د فوټسال نړیوال جام ته لاره وموندله.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په نړیوال جام کې وکولای شو چې د ګروپي پړاو څخه ووځي او د اتم پړاو پایلوبې (یو‌شپاړسم پړاو) ته ورسېږي، خو په دې پړاو کې له سیالیو ووتل.

دغه ملي لوبډلې په همدې کال کې د آسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړ او تر کوارټر فاینل پورې ورسېدل، خو په پای کې د جاپان پر وړاندې له ماتې وروسته له سیالیو ووتل.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.