د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر،عبدالله عبدالله، د پاکستان وروستي بریدونه چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو باندې شوي دي، وغندل او ویې ویل چې دا ډول دښمنانه اقدامات نه یوازې ستونزه نه حلوي، بلکې د دواړو خواوو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ اتمه، په ټولنیزو شبکو کې د یو پیغام په خپرولو سره وویل چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې ګڼ شمېر افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي او د داسې پېښو د دوام په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.
هغه ټینګار وکړ چې تجربه ښيي د زور کارول او پوځي اقدامات هېڅکله د اختلافاتو د حل لپاره تلپاتې او اغېزمنه لاره نه ده. د هغه په وینا، د دې لارې دوام یوازې د کړکېچ د پراخېدو او د ملکي خلکو د کړاوونو د زیاتېدو لامل ګرځي.
د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر زیاته کړه چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لاره د ښه ګاونډیتوب پر اصولو پابندي، رغنده خبرو اترو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو سولهییز او دیپلوماټیک حل دی.
د پاکستان پوځ یکشنبې د شپې مهال د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو ځینې سیمې د هوايي بریدونو هدف ګرځولې وې. طالبانو ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
له بلې خوا، پاکستان ویلي چې په دې عملیاتو کې ۲۹ وسلهوال وژل شوي او د بریدونو هدف د پاکستاني طالبانو پټنځایونه وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








