د جرمني په برلین ښار کې د افغانستان یو شمېر فرهنګپالو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو او د ترکمنانو د ټولنې غړو د لومړي ځل لپاره د ترکمني کلتور ورځ ونمانځله.
دغه مراسم د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بېلابېلو قومونو د استازو او مېلمنو په ګډون ترسره شول. د جوړوونکو په وینا، د دې غونډې موخه د ترکمنانو د فرهنګي میراث معرفي کول، د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ساتنه او د افغانستان د قومونو ترمنځ د ګډ ژوند او متقابل درناوي پیاوړتیا وه.
په مراسمو کې ویناوالو د افغانستان د فرهنګي تنوع پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ترکمنانو کلتور د هېواد د ګډ فرهنګي میراث مهمه برخه ده. هغوی زیاته کړه چې د دغه کلتور ساتنه او معرفي کول د خلکو ترمنځ د پوهاوي، یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا لامل کېږي.
ګډونوالو د ترکمنانو د کلتوري هویت، د ټولنیز ژوند په جوړولو کې د هغه د رول او راتلونکو نسلونو ته د فرهنګي ارزښتونو د لېږد پر اهمیت هم خبرې وکړې.
په دغو مراسمو کې د ترکمني کلتور بېلابېلې برخې، لکه د غالیو اوبدل، لاسي صنایع، دودیزه موسیقي، محلي جامې او د اسونو پالنې دود نندارې ته وړاندې شول.
ویناوالو همدارنګه د افغانستان په فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ترکمنانو ونډه مهمه وبلله او د دې ټولنې د ځوانانو پر زدهکړو، علمي پرمختګ او د هېواد په پرمختګ کې د فعال ګډون پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
لیکوال:سعید سمیر








