د قرغیزستان د پلازمېنې بیشکک چارواکو ویلي، چې د نړۍ د کوچیانو د دودیزو لوبو شپږم پړاو ته د افغانستان په ګډون د ۵۰ هېوادونو استازو تر اوسه خپل ګډون تایید کړی دی.
د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو لوبو د تنظیم د دارالانشا مشر نور سلطان ادنوف ویلي، د نړۍ ۱۰۰ هېوادونو ته د ګډون بلنلیکونه لېږل شوي او تر دې دمه د ۵۰ هېوادونو استازو په رسمي ډول د ګډون چمتووالی ښودلی دی.
هغه زیاته کړې، چې د ګډونوالو د نوملیکنې او اعتبارپاڼو ترلاسه کولو بهیر به د جولای تر لومړۍ نېټې دوام وکړي او تمه کېږي، چې د شاوخوا ۹۵ هېوادونو استازي په دغو سیالیو کې برخه واخلي.
ادنوف ویلي، پرېکړه شوې چې بیشکک ښار د نړۍ د کوچیانو د دودیزو لوبو دایمي مرکز وټاکل شي. د هغه په وینا، پخوا به د دغو سیالیو د کوربتوب له پای وروسته پروژه نورو هېوادونو ته لېږدول کېده.
نوموړي همداراز ویلي، چې د راتلونکو لوبو د کوربه هېواد په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې، خو اوس مهال له درېیو هېوادونو سره خبرې روانې دي او د دغو لوبو لپاره لېوالتیا زیاته شوې ده.
ټاکل شوې د نړۍ د کوچیانو د دودیزو لوبو شپږم پړاو د ۲۰۲۶ کال د اګست له ۳۱مې څخه د سپټمبر تر ۶مې پورې په قرغیزستان کې ترسره شي.
د تنظیموونکو د معلوماتو له مخې، شاوخوا درې زره ورزشکاران به په ۴۳ بېلابېلو دودیزو ورزشي څانګو کې سیالي وکړي.
دغه لوبې، چې هر دوه کاله وروسته ترسره کېږي، لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د قرغیزستان د حکومت په نوښت پیل شوې وې او هغه مهال د افغانستان په ګډون د ۱۹ هېوادونو ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
لیکوال:سعید سمیر








