د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ټایلنډ په کانتیننټال سیالیو کې خپله دویمه پرلهپسې ماته ومنله او د ویتنام پر وړاندې یې د ۲-۱ په پایله کې لوبه وبایلله.
د افغانستان یوازینی ګول رضا حسینپور د پنالټۍ له لارې ترسره کړ، خو افغان لوبډله ونه توانېده چې د لوبې پایله بدله کړي.
افغانستان په داسې حال کې دې سیالۍ ته داخل شو چې خپل اصلي ګولساتونکی احمد اسماعیلي یې د سور کارت له امله له لاسه ورکړی و.
ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د خپلو راتلونکو سیالیو په لړ کې د زمري پر ۱۴مه له روسیې او د زمري پر ۱۵مه له نیوزیلنډ سره مخامخ شي.
لیکوال:سعید سمیر








