TOOSnews
اعلان
احمدضيا مسعود: طالبان په افغانستان كې د قومي حكومت تر تولو څرګنده ببلكه ده.
افغانستانټوس نیوز

احمدضيا مسعود: طالبان په افغانستان كې د قومي حكومت تر تولو څرګنده ببلكه ده.

۲۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام د ولسمشر احمدضیا مسعود په یوې مقالې کې ویلي، طالبان په افغانستان کې د قومي حکومت وروستۍ او تر ټولو څرګنده بېلګه ده. نوموړي ویلي، چې د یوه قوم پر بنسټ د حکومت جوړول د هېواد د ملي یووالي او سیاسي ثبات لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

احمدضیا مسعود خبرداری ورکړی، چې له قومي حکومتونو ملاتړ او دوام په پای کې د ملي پاشلتیا، سیاسي بې‌ثباتۍ او د هېواد د روان بحران د لا ژورېدو لامل کېږي. د هغه په وینا، افغانستان داسې نظام ته اړتیا لري چې د ټولو قومونو او قشرونو استازیتوب پکې خوندي وي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د انحصاري او قومي سیاستونو دوام به هېواد له لا ډېرو ستونزو او اختلافونو سره مخ کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.