د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې متحده ایالات کولای شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او په افغانستان کې خپل دیپلوماټیک حضور له سره پیل کړي.
د راپور له مخې چې د جمعې په ورځ، د زمري ۲۳مه، خپور شوی، متقي له امریکا غوښتي چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې، لکه د کانونو، د بندونو د جوړولو او د سړکونو د پراختیا په برخه کې پانګونه وکړي؛ هغه پروژې چې په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا او د هغه د متحدینو له لوري پرې میلیاردونه ډالر لګول شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پنځه کاله وروسته له هغه کوي چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل. په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت یو ځل بیا هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې او خپله نړیواله انزوا کمه کړي.
امیرخان متقي په دې مرکه کې ټینګار کړی چې طالبان «د جګړې فصل پای ته رسېدلی» ګڼي او غواړي له امریکا سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ټینګې او د مثبت تعامل نوی پړاو پیل شي.
طالبانو په تېر یوه کال کې د خپلو بهرنیو اړیکو د پراختیا هڅې زیاتې کړي دي. له روسیې سره د دفاعي همکاریو د هوکړې لاسلیک، د طالبانو د چارواکو سفرونه د خلیج هېوادونو ته، د سوریې له ولسمشر،احمد الشرع، سره لیدنه، او له منځنۍ اسیا او هند سره د لسګونو سوداګریزو تړونونو لاسلیک کول د دغو هڅو له مهمو بېلګو څخه دي.
دغه هڅې له پاکستان سره د اقتصادي او امنیتي کړکېچونو له زیاتېدو وروسته لا چټکې شوي دي. پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره پر سوداګریزو پولو محدودیتونه ولګول او د روان میلادي کال په لومړیو کې یې د افغانستان دننه هم هوايي بریدونه ترسره کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تازه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د دې ډلې حکومت لا هم له نړیوالو محدودیتونو او د پراخ نړیوال رسمیت له نشتوالي سره مخ دی او هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراخولو سره په سیمهییزو او نړیوالو اړیکو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








