TOOSnews
اعلان
په ننګرهار کې د ناچاوده مهماتو چاودنې  یو ماشوم وژلی دی.
افغانستانټوس نیوز

په ننګرهار کې د ناچاوده مهماتو چاودنې یو ماشوم وژلی دی.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په ننګرهار کې وايي چې د دې ولایت د «ګوشتې» ولسوالۍ کې د ناچاودېدلي مهماتو په چاودنه کې يو ماشوم مړ او یوبل ماشوم ټپي شوي دي.

سيد طیب حماد، د طالبانو د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ وياند، ويلي دي چې دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ ( د غویي۲۴ مه) د ګوشتې ولسوالۍ په«دورخېل» کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې چې دغه ماشومان د خپلو مالونو د څرولو لپاره د يوه غره خواته تللي وو او د ناچاودو مهماتو په چاودنه کې، يو ماشوم ووژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ وياند ویلي دي چې ټپي ماشوم د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی او د هغه حالت ثابت دی.

په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو او ماینونو چاودنې څو ځله د ماشومانو او ملکي خلکو ژوند اخیستی دی.

څو لسیزې جګړې د دې لامل شوي چې د افغانستان ځینې سیمې د ماینونو او چاودېدونکو مهمانو له امله ککړې شي. د ملګرو ملتونو د احصائیو له مخې، درې میلیونه او درې سوه زره کسان په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو موادو د ککړو سیمو له یوې کیلومترۍ فاصله کې ژوند کوي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.