د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د بوئنګ ۷۶۷-۲۰۰ ډوله یوه چارټر الوتکه په بریالیتوب سره د کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده.
د دې شرکت د خبرپاڼې له مخې، دغه الوتکه د آریانا افغان هوايي شرکت د رئیس، بختالرحمن شرافت، او د اردن د یوه هوايي شرکت د مسؤلینو ترمنځ د خبرو اترو او هوکړې په پایله کې د شپږو میاشتو لپاره د چارټر په ډول د آریانا افغان شرکت په واک کې ورکړل شوې ده.
د آریانا افغان په وینا، دغه الوتکه په هر پرواز کې د شاوخوا ۲۹۰ مسافرو او ۲۵ ټنه سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت لري او ټاکل شوې چې د دوشنبې له ورځې څخه خپلې منظمې نړیوالې الوتنې، په ځانګړي ډول د کابل–استانبول او کابل–جده پر مسیرونو، پیل کړي.
شرکت زیاته کړې چې د دې الوتکې له فعالیت سره به د هېواد د هوايي ترانسپورټ ظرفیت زیات شي، مسافرو ته به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي او د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به هم په چټکۍ او اغېزمنتیا سره ترسره شي.
د آریانا افغان هوايي شرکت رئیس، بختالرحمن شرافت، د دې الوتکې راتګ د هېواد د هوايي ترانسپورټ شبکې د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی چې شرکت به د نویو امکاناتو په کارولو سره مسافرو او سوداګرو ته لا معیاري او باکیفیته هوايي خدمات وړاندې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








