TOOSnews
اعلان
عطا محمد نور: نه یوازې د فوزیې کوفي ملاتړ کوم، بلکې د هغې د فعالیتونو او کارنامو دفاع هم کوم.
افغانستانټوس نیوز

عطا محمد نور: نه یوازې د فوزیې کوفي ملاتړ کوم، بلکې د هغې د فعالیتونو او کارنامو دفاع هم کوم.

۱۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

عطا محمد نور د فوزیې کوفي پر وړاندې د نیوکو په ځواب کې د دې سیاسي شخصیت ملاتړ کړی او دغه نیوکې یې “غیرمنصفانه” بللې دي.

هغه په یوه پیغام کې ویلي چې فوزیه کوفي په وروستیو ورځو کې د نیوکو، توهینونو او تورونو سره مخ شوې، او دا پروسه یې ناعادلانه ګڼلې ده. د هغه په وینا، د سیاسي شخصیتونو سره دا ډول چلند د منلو وړ نه دی.

عطا محمد نور، فوزیه کوفي د یوه “مبارز، شجاع او متعهد” شخصیت په توګه یاده کړې او ویلي یې دي چې هغې د افغانستان د آزادۍ، عدالت او د خلکو د حقونو د تأمین لپاره فعاله رول لوبولی او تل یې په ثابت قدمۍ سره کار کړی دی.

هغه همداراز ټینګار کړی چې نه یوازې د فوزیې کوفي د فعالیتونو ملاتړ کوي، بلکې د هغې د دریځونو او کړنو څخه دفاع هم کوي.

په دې پیغام کې عطا محمد نور فوزیې کوفي ته ویلي چې د هغو نیوکو پروا ونه کړي چې د ده په وینا د تعصب او بې انصافۍ له امله شوي او په خپل مسیر په پایدارۍ سره روانه پاتې شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.