د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې او له طالبانو یې غوښتي چې د هېواد د خپلواکۍ د دفاع لپاره د ولس ملاتړ ترلاسه کړي او ژر تر ژره بینالافغاني خبرې اترې پیل کړي.
اتمر د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۸مه، په اېکس کې لیکلي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې بېګناه افغانان وژل شوي او ټپیان دي. هغه ویلي، د دغو بریدونو لپاره د پاکستان مطرح شوې پلمې نه له بشري ارزښتونو او نه هم له نړیوالو قوانینو سره سمون لري.
نوموړي زیاته کړې چې د تېرو پنځو لسیزو تجربې ښودلې چې د پاکستان خصمانه سیاست د بېلابېلو پلمو تر سیوري لاندې دوام کړی او خبرداری یې ورکړی چې د دغو سیاستونو دوام به په سیمه کې د ترهګرۍ او بېثباتۍ د پراخېدو لامل شي.
اتمر له اوسنیو واکمنو غوښتي چې د پاکستان د پوځ د دسیسو پر وړاندې د ملي اجماع او له نړیوالې ټولنې سره د رغنده تعامل له لارې د افغانستان د خپلواکۍ دفاع وکړي. هغه ټینګار کړی چې د خلکو محرومول او د هېواد نړیواله انزوا د بهرنیو تېریو پر وړاندې د افغانستان وړتیا کمزورې کوي.
د بهرنیو چارو پخواني وزیر د حل لارې په توګه د هراړخیزو بینالافغاني خبرو د ژر پیل او له نړیوالې ټولنې سره د پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره د عاجلو او مسوولانه مذاکراتو غوښتنه کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








