TOOSnews
اعلان
بشردوست: طالبان له پخوانيو چارواكو هم په تجملاتو او تشريفاتو كې مخكې شوي.
افغانستانټوس نیوز

بشردوست: طالبان له پخوانيو چارواكو هم په تجملاتو او تشريفاتو كې مخكې شوي.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

بشردوست وايي، د طالبانو حکومت تل هڅه کړې چې خپل نظام د تېر جمهوري حکومت له ادارې متفاوت وښيي او د خپلو مشرانو او چارواکو ساده ژوند د خپلې واکمنۍ له ځانګړنو څخه وبولي.

خو د هغه په باور، د واک د بڼې او د چارواکو د جامو له توپیر پرته، د تشریفاتو، امنیتي ساتونکو، دولتي موټرو او حکومتي امتیازونو په برخه کې د دواړو نظامونو ترمنځ بنسټیز بدلون نه دی راغلی.

نوموړی زیاتوي چې په ځینو مواردو کې د طالبانو چارواکي تر پخوانیو حکومتي چارواکو هم په تشریفاتو او تجملاتو کې ډېر ښکېل شوي دي.

د طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې د دولتي وسایطو او امنیتي تشریفاتو په اړه بېلابېل اقدامات کړي، خو د چارواکو د امتیازاتو او تشریفاتو په اړه نیوکې لا هم مطرح کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.