په نیمروز ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې د محمد یوسف په نوم د ۲۸ کلن ځوان جسد، چې شپږ ورځې ورک و، د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار په دښته کې موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا، محمد یوسف شاوخوا شپږ ورځې وړاندې له زرنج ښار څخه د «ملکي» کلي پر لور د تګ پر مهال ورک شوی و او له هغه وخت راهیسې یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه وو.
سرچینې زیاتوي چې د دغه ځوان جسد د پنجشنبې په ماښام، د زمري په ۲۲مه، د زرنج ښار په دښته کې وموندل شو او وروسته یې کورنۍ ته وسپارل شو.
سرچینو همداراز تایید کړې چې محمد یوسف په ډېرې فجیعې بڼې وژل شوی دی؛ خو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د احتمالي عاملانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
د دې خبر تر خپرېدو پورې، په نیمروز ولایت کې مسوول چارواکو د دغې پېښې او د دغه ځوان د وژنې په اړه د ترسره کېدونکو تحقیقاتو په تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جنایي پېښو او مرموزو وژنو په اړه راپورونه خپاره شوي او د خلکو او کورنیو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








