TOOSnews
اعلان
په شمالي ولایتونو کې د ویډیوګانو او انځورونو له مخې د لاریون کونکو د پېژندو ادعاوې شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

په شمالي ولایتونو کې د ویډیوګانو او انځورونو له مخې د لاریون کونکو د پېژندو ادعاوې شوي دي.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په بدخشان، تخار، کندز او جوزجان ولایتونو کې، یو شمېر ښاریان چې په تازه لاریونونو کې یې ګډون کړی و، د فشارونو د زیاتوالي او د لاریون کونکو د پېژندنې او نیولو د نوو میتودونو راپورونه ورکوي.

ځایي سرچینو پنجشنبې،د غویي ۲۴ مه رسنیو ته ویلي، چې د لاریونونو د انځورونو او ویډیوګانو له خپرېدو ووروسته، د طالبانو استخباراتي ځواکونو هڅه کړې چې د دې کسانو ظاهري ځانګړتیاوو په کار اچولو سره د لاریونونو ګډونوال وپېژني.

سرچینې وايي، په ځینو سیمو کې اوسېدونکي جوماتونو او عامه ځایونو ته بلل شوي دي، تر څو استخبارات وکولی شي په ویډیوګانو کې شته کسان وپېژني. ویل شوي چې په ځینو مواردو کې د خلکو د جامو، بوټانو او وسایطو ته هم توجه شوې ده.

یو شمېر سرچینې په بدخشان او تخار کې ادعا کوي چې ځینې کسان وروسته له پېژندنې نیول شوي او د څیړنې لپاره بېلابېلو ځایونو ته لېږدول شوي دي. د دوی په وینا، ځینې نیول شوي کسان د رواني فشار او سخت چلند یادونه کړې ده.

یو ځوان په بدخشان کې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې د ارګو ولسوالۍ په یو احتجاجي غونډه کې د ګډون او د هغې ویډیو د خپرېدو، څو ورځې وروسته د طالبانو استخباراتي کسانو له خوا ونیول شو. هغه ادعا کوي چې د نیولو په جریان کې د لاریونونو د تنظیموونکو او شعار ویونکو په اړه ترې پوښتنې شوي دي.

په تخار ولایت کې د چاه‌آب ولسوالۍ یوه لاریون کونکي ویلي چې د لاریونونو د انځورونو له خپرېدو وروسته، د طالبانو استخباراتي ځواکونو خلک جومات ته راټول کړي او ویډیوګانې یې ورته ښودلي دي. د هغه په وینا، څو کسان وروسته له پېژندنې نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي.

دغې سرچینې زیاته کړې چې ځینې کسان وروسته له خوشې کېدو د ناوړه چلند او ګواښونو یادونه کړې ده. په همدې حال کې، یوه سرچینه په کندز کې ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو هڅه کړې، څو له لاریون کونکو ژمنه واخلي چې بیا په لتریونونو کې ګډون ونه کړي.

د دې سرچینې په وینا، ځینې نیول شوي کسان څو ورځې په توقیف کې ساتل شوي دي. په جوزجان کې یو عینی شاهد وايي چې له وروسته له لاریونونو د وېرې فضا په څرګند ډول زیاته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې ډېر ځوانان د نیولو د وېرې له امله خپل موبایلونه او د ټولنیزې شبکو حسابونه پاک یا پټ کړي دي. هم مهاله، په بدخشان کې د یوه نیول شوي کس کورنۍ ادعا کوي چې د هغوی د کورنۍ غړی څو ورځې وروسته له توقیف څخه، په خراب رواني وضعیت کور ته ستون شوی دی.

د دوی په وینا، هغه د بیا نیولو د وېرې له امله حاضر نه دی چې په عامه توګه خبرې وکړي. طالبانو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

خو د بشري حقونو بنسټونه په تېرو کلونو کې بیا بیا د لاریون کونکو او مدني فعالانو د نیولو، فشار او سخت برخوردونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

افغانستان چې د طالبانو تر واک لاندې دی، په تېرو کلونو کې د بیان ازادي، مدني لاریونونو او رسنیو فعالیتونو باندې بندیزونه زیات شوي دي او یو شمېر ښاریان وایي چې د وېرې او استخباراتي څارنې فضا په بېلابېلو برخو کې پراخه شوې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.