TOOSnews
اعلان
نسي كې جګړه؛ ۵ طالبان وژل شوي، ١۶ نور ټپیان او ۵ لادركه دي.
افغانستانټوس نیوز

نسي كې جګړه؛ ۵ طالبان وژل شوي، ١۶ نور ټپیان او ۵ لادركه دي.

۲۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو او د دې ډلې د ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح د اړوندو ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دغو نښتو کې تر اوسه پنځه طالب جنګیالي وژل شوي، ۱۶ نور ټپیان او پنځه نور لادرکه دي.

د سرچینو په وینا، د فاتح ځواکونو د دوابي او سرکوه په سیمو کې د طالبانو دوه پوستې نیولي او اوس مهال په دولواخ سیمه کې جګړه روانه ده. همداراز شوریان، جوی‌دره، شاخ‌دره او د نسي د کلیوالو سیمو لویه برخه د فاتح د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، خو طالبان لا هم د ولسوالۍ مرکز په خپل واک کې لري.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو د ولسوالۍ کلینیک هم په خپله ولکه کې اخیستی او د خلکو تګ راتګ یې محدود کړی دی. د طالبانو چورلکې او بې‌پیلوټه الوتکې د سیمې پر سر په ګزمو بوختې دي او د ولسوالۍ په ځینو برخو کې مخابراتي او انټرنېټي اړیکې هم پرې شوي دي.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي. د نښتو لړۍ د سې شنبې له غرمې وروسته پیل شوې او د چهارشنبې له غرمې مخکې یې شدت موندلی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.