TOOSnews
اعلان
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هزاره کلتور نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
کلتور او هنرټوس نیوز

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هزاره کلتور نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

۲۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هم‌مهاله د مې نولسمې سره، چې د هزاره‌ګانو د کلتور له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغانانو د فرهنګي او ټولنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره له دا ورځ لمانځلې ده. دا ورځ چې د غویي له ۲۹ مې سره سمون خوري، هر کال د هزاره‌ګانو د هویت، تاریخ او کلتوري میراث د بیاپېژندنې لپاره د یوه فرصت په توګه لمانځل کېږي.

هزاره‌ګان د آسیا له لرغونو قومونو څخه شمېرل کېږي، چې تاریخي مخینه یې لرغونو دورو ته رسېږي. دغه قوم د تاریخ په اوږدو کې له بېلابېلو پېښو او بدلونونو سره مخ شوی او په ځینو دورو کې، لکه د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال، یې پراخ فشارونه او تبعیضونه تجربه کړي دي. خو له دغو ستونزو سره سره، هزاره‌ګانو توانېدلي چې خپل فرهنګي هویت او ټولنیزې اړیکې وساتي.

د هزاره‌ګانو کلتور د ژبې، ادبیاتو، موسیقۍ، دودیزو هنرونو او ټولنیزو دودونو ټولګه ده. هزاره‌ګي ژبه، د دمبورې محلي موسیقي، فولکلوري شعرونه، رنګینې دودیزې جامې او د ګلدوزۍ هنر د دې ټولنې له مهمو فرهنګي ځانګړتیاوو څخه ګڼل کیږي او د هزاره خلکو د کلتوري او هنري مخینې څرګندونه کوي.

د هزاره‌ګانو د کلتور نړیواله ورځ یوازې یو سمبولیک مناسبت نه ده، بلکې د تاریخ د بیاکتنې، د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا او نورو ته د دې ټولنې د فرهنګي ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره یو فرصت بلل کېږي. د دغو پروګرامونو جوړوونکو هڅه کړې چې د فرهنګي خبرو اترو له لارې د بېلابېلو قومونو ترمنځ د متقابل تفاهم او لا زیاتې خواخوږۍ زمینه برابره کړي.

په اوسنیو شرایطو کې د دې ورځې اهمیت تر پخوا زیات شوی، ځکه ډېری خلک باور لري چې د کلتور ساتنه د تاریخ، هویت او انساني کرامت ساتنه ده. همدارنګه، کلتوري تنوع د یوې فعالې او عادلانه ټولنې د جوړېدو لپاره ارزښتناکه پانګه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې هزاره قوم د شیعه او سني دواړو مذهبونو پیروان لري او د دې قوم ډېره برخه د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې ژوند کوي. په وروستیو کلونو کې د هزاره فرهنګیانو او مشرانو له‌خوا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پراخو مراسمو په ترسره کولو او د بېلابېلو قومونو په رابللو سره، پر یووالي، سوله‌ییز ګډ ژوند او ټولنیزې همغږۍ ټینګار شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.