TOOSnews
اعلان
د رونالډو د ګول نه وهلو لړۍ په سترو سیالیو کې ۱۰ لوبو ته وغځېده.
ورزشټوس نیوز

د رونالډو د ګول نه وهلو لړۍ په سترو سیالیو کې ۱۰ لوبو ته وغځېده.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

روبن ډیاس، د پرتګال د ملي لوبډلې مدافع، ویلي چې د لوبډلې لوبغاړو د کریسټیانو رونالډو او د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو کې د پرتګال د کړنو په اړه مطرح شوې نیوکې له پامه غورځولې دي او ټول تمرکز یې راتلونکو سیالیو ته اړولی دی.

د پرتګال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د کانګو دیموکراټیک جمهوریت پر وړاندې ترسره کړه چې د ۱-۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېده. دغه پایله د لوبډلې د فعالیت، په ځانګړې توګه د کریسټیانو رونالډو د کړنو په اړه له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه.

کریسټیانو رونالډو، د پرتګال ۴۱ کلن بریدګر، په دې لوبه کې هم ونه توانېد چې ګول ووهي او په سترو نړیوالو سیالیو کې یې د بې‌ګوله لوبو لړۍ لسو پرله‌پسې سیالیو ته ورسېده؛ هغه موضوع چې د رسنیو او ورزشي شنونکو پراخ پام یې ځان ته اړولی دی.

روبن ډیاس د دغو نیوکو په غبرګون کې وویل چې انتقادونه د فوټبال یوه طبیعي برخه ده او د لوبډلې لوبغاړي ورته ځانګړې پاملرنه نه کوي. هغه ټینګار وکړ چې د لوبغاړو اصلي تمرکز د لوبډلې د ګډ فعالیت پر ښه کولو او راتلونکو سیالیو ته پر چمتووالي دی.

د پرتګال دغه مدافع همداراز ویلي چې له ټپ څخه تر رغېدو وروسته د ازبکستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې په راتلونکې سیالۍ کې د ګډون لپاره بشپړ چمتو دی. نوموړي زیاته کړه چې دغه لوبه به د ګروپي پړاو څخه د پرتګال د صعود چانسونو د زیاتولو لپاره ځانګړی اهمیت ولري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.