TOOSnews
اعلان
په کالفرونیا ایالټ کې د سپټمبر ۱۱ مې اړوند پېښې سره ډیزاین شوې غالۍ نندارې، غبرګونونه را پارولي دي.
کلتور او هنرټوس نیوز

په کالفرونیا ایالټ کې د سپټمبر ۱۱ مې اړوند پېښې سره ډیزاین شوې غالۍ نندارې، غبرګونونه را پارولي دي.

۱۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د متحده ایالاتو په کالیفورنیا ایالټ کې د سپټمبر یولسمې بریدونو سره د اړوند ډیزاین شوې غالۍ نندارې ته وړاندې کولو، د دې پېښې د قربانیانو د کورنیو غبرګونونه راپارولي دي.

دغه غالۍ چې د «غالیو او قبیلوي هنرونو» په هټۍ کې د یوه افغان سوداګر له خوا د ۴۵۰ ډالرو په بیه په سانټا باربارا ښار کې نندارې ته وړاندې شوې، د دوه الوتکو د ټکر صحنه له برجونو سره، او همدارنګه په ځینو برخو کې د افغانستان جګړې او د «۰۳-۰۳-۱۹» نېټه هم لیدل کېږي.

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د سپټمبر د یولسمې د قربانیانو ځینې کورنیو ویلي چې د داسې یوه اثر نندارې ته وړاندې کول کولای شي د هغې دردوونکې پېښې یادونه بیا ژوندي کړي او د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره ځورونکي اوسي.

په مقابل کې، د دغې هټۍ مالک، مسعود عزیزي، ویلي چې دغه اثر هېڅکله د بریدونو د ستاینې په موخه نه دي جوړ شوي او نه وړاندې کېږي، بلکې د یوې تاریخي پېښې انعکاس دی او له افغانستانه راوړل شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.